حزبیان د امنیت شوری سره د حکمتیار له تور لست څخه د وتلو په کشمکش کې

کابل ټکی کام ۱۱لړم/۱۳۹۵، لیکوال: د خړې حجرې خړ طالب
بین الملل یې په اسلام تورنوي، خو دوی وایي، نه نه مونږ پخوا لا له اسلامه وتلي یو.
د تور لست څخه د ګلبدین د وتلو لپاره د امنیت شوری دا ضروري بولي، چې حزب به رسماً اعلانوي، دوی د تروریستي ډلو سره خپل روابط غوڅوي.
خو د حزب نماینده د توافق نامې د ۲۹مې مادې په استناد په ډاګه کوي، چې حزب د تروریستي ډلو سره نه روابط درلودل او نه به یې له دې وروسته لري.
د هر چا خپله اصطلاح ده.
حزب د بین الملل له امنیت شوری سره د هغوی په اصطلاح تروریستانو سره د نه روابطو په نقطه ټینګار کوي.
ستاسو دي په خدای قسم وي امریکا، بین الملل، امنیت شوری او دا زمونږ افغاني ډرپلان تروریست چا ته وایي؟!
زه تاسو په قسم بندوم، نړیوال کفر اصلي مسلمان چې په جهادي روحیه سمبال وي، قرآن من حیث نظام او د زمکې پر مخ من حیث واکمن قانون غواړي او د همدې په خاطر د صلیب سره په جنګ بوخت دي، تاسو او خدای همدغه مسلمان ته دوی تروریست نه وایي؟؟؟
د دې خبرې د اثبات لپاره چې تروریست دوی چاته وایي؟ ډېر ستر دلیل هغه دی، چې کله امریکا د اسلامي امارت په وړاندې په افغانستان حمله وکړه، اسلامي نظام ته یې سقوط ورکړ، په عوض کې یې خپله غلامه ډیموکراته غیر اسلامي اداره رامنځته کړه، په طالبانو یې د تروریست نوم کېښود او هغوی یې تروریستان یاد کړل.
که ستاسو په یاد وي، له همدې سره همزمان د یهودو یو ستر پاپ په واضحه ټکو کې داسې وویل:
تر ټولو ستر تروریست العیاذ بالله د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی.
حزبیان اوس د همدې بین الملل سره د تور لست څخه د حکمتیار د وتلو لپاره د حزب رابطه له تروریستانو څخه قطع بولي.
کوم تروریستان؟
هغه چې بین الملل یې په سر کې زمونږ او ستاسو خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم راوړی.
او هغه چې همدا نوم پرون حکمتار د ځان لپاره افتخار باله، خو نن نړیوال حکمتیار په همدې نوم چې سوچه مسلماني ده؛ تورنوي، مګر حکمتیار برئت ترې اعلانوي:
نطاق بېچاره یې نړیوالو او امنیت شوری ته چیغې وهي چې:
مونږ نه وو.
نه یو.
نه به وو.
یعنې مونږ اصلي مسلمانان نه یو، له دې ورورسته مونږ امریکایي مسلمانان یو. العیاذ باالله.
فکر وکړئ!!!
افسوس په داسې موقف!!!!!!
د جهاد امام؟؟؟؟
د قران مفسر؟؟؟؟


