ژمی شو، د مېکروبي ناروغیو څخه ځان څنګه وژغورو؟

کابل ټکی کام ۱۱لړم/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

روغتیايي څېړونکي وايي، چې ۸۰ سلنه خلک د ژمي موسم خوښوي او همدا راز په دغه موسم کې انسان له سختو ناروغیو او مېکربونو سره مخ کیږي، چې د ځان ساتلو لپاره یې باید له هغو خوړو څخه ګټه واخیستل شي، چې ویټامین بي او سي لري.

د روغتیايي کارپوهانو د څېړنو په پایله کې څرګنده شوې ده، چې د ژمي په موسم کې انسان باید ويتامین بي او سي لرونکي خواړه وخوري، ځکه دغه خواړه مېکروبونه له منځه وړي.

د کارپوهانو په وینا، د ژمي په موسم کې باید هغه خوراک او څښاک وکړی شي، چې د انسان بدن ګرم ساتلی شي.

دغه خواړه چې د انسان بدن ګرم ساتلی شي، عبارت دي له لبنیاتو، هوګې او خمیره شوي خواړو څخه.

هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري، لکه: کرم، پالک او سپین چغندر هم مهم رول لوبوي.

دغه سبزیجات په خپل ځان کې ویټامین بي ۱۲، فولک اسید، پوتاشیم، ویټامین اې، سي او کې لري، چې د بدن دفاعي سېسټم پیاوړی ساتي.

زنجفیل: د زنجفیل غوړ د انسان بدن تود ساتي، د انسان په بدن کې تبه او زهرجن مواد له منځه وړي، همدا راز د میتابولیزم او د هاضمې سېسټم فعالیت پراخوي او سربېره په مذکورو ګټو د انسان ځیګر او سینه له بېلابېلو ناروغیو څخه ژغوري.

که زنجفیل او شات په چایو کې استعمال شي، نو زکام او د ستوني درد له منځه وړی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button