له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهير د ژمي په راتلو ځنډېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۱) الماس خدرخېل

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوالې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې له پاکستان څخه يې د افغان کډوالو بهير د ژمي له امله درې مياشتې ځنډولی دی.

د ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي، هغه خلکو چې تر دې مهاله يې نمبر اخيستې هغه به په ټاکلې نيټه ځي.

دوی زياتوي، چې دا لړۍ د نومبر مياشتې تر پايه روانه وي او نورو کډوالو ته به د بېرته ستنېدلو نمبر يا وخت نه ورکوي.

د ورکړل شوي، خبر له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ به د ۲۰۱۷م کال د مارچ پر لومړۍ نېټه بيا پيل کېږي.

بايد وويل شي، چې  په دې درې مياشتو کې به په پاکستان کې د بيرته ستنېدنې دفترونه تړل شوي وي او په کندهار کې د مرستې د ورکړې دفتر به د نومبرله ٢١ څخه د٢٠١٧ د مارچ ترلومړۍ او د کابل او جلال اباد دفتر به د دسمبرله ١٥ مې څخه ٢٠١٧ کال د مارچ تر لومړۍ پورې تړلى وي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې مهال کې به کارت لرونکي افغان کډوال به په دغه هېوادکې  له ټولو قانوني حقونو څخه برخمن وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button