له کچلاکه زمونږ د همکار ټلیفوني مکالمه په لیکنې بڼه

کابل ټکی کام ۱۱لړم/۱۳۹۵، حمزه عابد

له کومې ورځې راهیسي چې په پاکستان کې د ګډوالو لپاره ستونزې زیاتې شوي دي، له هغې ورځې سره سم له پاکستانه د کډوالو د وتلو بهیر پراخ شوی دی او لا هم په چټکۍ سره روان دی، په همدې لړ کې دا دی زه د کابل ټکي کام همکار د بلوچستان ایالت کوټې ښار ته څیرمه کچلاک نومي سیمه کې د مهاجرو له دفتر سره ولاړ یم.
دلته په صحنه کې زیات شمېر کډوال او ورسره په لاریو کې تړلې کډې لیدل کیږي، چې خپل وطن ته د ستنېدو لپاره د انتظار شېبې تېروي.
په ظاهره د دوی حالت د زیاتې اندېښنې وړ ښکارې او له یوه بد حالت سره مخ دي.
هغه دا چې د دوی د انتقال دفتر د غره په یوه څنډه کې له ښاره لرې پرته سیمه کې پرانستل شوی.
له هغه انساني ضروریاتو څخه لرې پاته دي، چې د انسان  روزمره ژوند پر مخ بیایي.
دلته چې مونږ وینو  په دې نږدې ساحه کې کوم کلی,کور,او یا دکان نه تر سترګو کیږي، چې کډوال خپلې ستونزې ترې حل کړي
یوه کډوال راته د خپلو مشکلاتو په اړه داسې وویل:
مونږ له کراچۍ څخه کډې رابار کړي دي، په څو ورځو او شپو کې له ډول ډول تکلیفو سره دلته کچلاک ته راورسېدو، هغه دلته له  لارې څخه لا ډیر مشکلات راته متوجه دي، نه بازار شته, نه دکان دلته په نږدې ساحه کې شته او نه بل داسې یو شی چې مونږ خپل ضروریات ترې پوره کړو.
دلته په یوه دښت کې پراته یو، آخر مریض پیښیږي، یا بله کومه ستونزه پیدا کیږي، دا یوه ورځ یا دوه ورځې نه دي، دا لړۍ تقریباً میاشتې نیسي، حتی تر کلونو رسیږي، حکومتي چارواکو مونږ د دې د حل لپاره  هېڅ اقدام نه دی کړی.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شو، خو په هغه سربېره بیا هم د پاکستان پولیسو له لوري افغان کډوال ځورول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button