لښکرګاه کې درنه جګړه روانه ده
کابل ټکی کام ۱۱لړم/۱۳۹۵، حمزه عابد
د هلمند لښکرګاه څخه زمونږ همکار خبر راکوي، چې دا شېبه د بولان کلا په سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده، چې د سپکو او درنو اسلحو غږونه اورېدل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه هم د بولان په سیمه امنیتي ځواکونو او د جبار ملېشو له لوري د طالب وسلوالو پر امنیتي کمربند تعرض وشو، چې بېرته د طالبانو له لوري په شا وتمبول شول او درانه تلفات یې ور واړول، چې اوس یې هم د جګړې په میدان کې وژل شوي عسکر لیدل کیږي.



