کابل ټکی کام : لړم ۱۳ مه، ۱۳۹۵ل (بصیراحمد پاڅون)
طالبانو ویلي چې د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ په لبلان سیمه کې یې د دفاع وزارت چورلکه رانسکوره کړي .
طالبانو په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې چورلکې په یاده سیمه کې د ملي اردو یوې قرارګاه ته اکمالات کول چې په درنو وسلو یې وویشتله او ځای په ځای نسکوره کړل شوه او پکې سپرو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتي ده. طالبان زیاتوي چې چورلکه اوس هم قرارګاه ته نږدې پراته دي.
دفاع وزارت تر دې وخته د چورلکې د رانسکوریدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي . دفاع وزارت په همیشني ډول د الوتکو د رانسکوریدو، طالبانو ته د حکومتي سرتیرو د تسلیمدو او اړوند پوستو او پوځي پنډغالو د سقوط په اړه څه نه وایي.
خو کله چې خبر رسنیز شي بیا هم له حقیقت ویلو ډډه کوي.
تیر کال چې کله طالبانو په کنړ کې یوې پوستې ته ډیر نږدې د دفاع وزارت چورلکه په مائن والوزول شوه د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري لومړۍ انکار وکړ، په دویم ځل یې وویل چې چورلکې د تخنیکې ستونځې له امله بیړنۍ ناسته کړي او په دریم ځل یې وویل چې له دیوال سره ټکر شوي ده . خو طالبانو بیا هغه ویډیو نشر کړه چې پوستې ته په ډیره نږدې ساحه کې چورلکه په مائن د پاسه کښیني او د مائن په انفجار کې له منځه ځي.
















