(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۳) الماس خدرخېل
د وسلوالو طالبانو سره په نښته کې دوه امريکايي جنرالان وژل شوي او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.
دغه بريد وسلوالو طالبانو د کندوز ولايت بوزي کندهاري سيمه کې ترسره کړی دی.
د امريکا پوځي چارواکو ويلي، چې دا دوه تنه پوځيان نن پنجشنبه په کندوز کې ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي پوځيانو د غوڅ ملاتړ د ماموريت عمومي قومناندان جنرال جان نيکلسن ویلي: پر امریکايی پوځیانو هغه مهال برید وشو، چې دوی له افغان امنیتي ځواکونو سره د کندوز ولایت په یوه سیمه کې د طالبانو مورچې تصفیه کولې.
د امريکا پوځ د وژل شويو او ټپي شويو پوځيانو هویت لا نه دی څرګند کړی.
نیکلسن وویل: ((نننۍ پېښه بوږنوونکې ده، موږ د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره ژوره خواخوږي څرګندوو. له دې پېښې سره سره موږ د خپل هیواد د دفاع لپاره د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ او مرستې پر ژمنې کلک ولاړ یو)).
طالبانو ويلي، په دې بريد کې يې ۱۵ امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.
طالبان وايي، دغه امريکايي پوځيان يې د لايزر وسلې په مټ په نښه کړي او له منځه يې وړي دي، چې بالاخره د دوی درې تنه ملګري هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
مجاهد زیاتوي، چې کله امریکایانو خپل تلفات ولیدل نو د ملکي خلکو په کورونو یې خونړۍ بمباري وکړه او ۵۰ کورونه یې ونړول، چې ډیر شمېر ملکي وګړي اوس هم د خاورو لاندې دي او د سیمې خلک یې په راویستلو بوخت دي.


















