(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۰) الماس خدرخېل
د امريکا متحده ايالتونو به بېلابېلو ښارونو کې د دغه هېواد د نوي ولسمشر ډولنډ ټرمپ پر ضد لاريونونه پیل شول.
ويل کېږي په زرګونه کسان د نيويارک، کليفورنيا، اورګان، پنسلوانيا او يو شمېر نورو ايالتونو کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشر کېدو پر ضد لاريونونه پیل کړي او د هغه پر ضد شعارونه وکوي.
په ورته وخت کې په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ مخې ته هم په سلګونو کسان راغونډ شوي او په خپلو شعارونو کې وايي، چې ټرمپ توکم پاله، د بهرنيانو ضد او جنسيت پاله دی.
همدارنګه د شيکاګو، پورټلنډ، ساټل او فلادلفيا کې هم د نوموړي پر ضد لاريونونه شوي او د لاريونکونکو د ټرمپ پر ضد شعارونه ورکول.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امريکا په متحده ايالاتو کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول، چې ډولنډ ټرمپ پکې هلېري کلنټن ته ماتې ورکړه او امريکايانو ټرمپ د امريکا د ۴۵ ولسمشر په توګه غوره کړ.
















