(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۰) عبدالهادي همت
روسيې د امريکا له نوي ولسمشره د افغان طالبانو غوښتنه ډېره پر ځای بللې ده.
طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې له لارې له ډونالډ ټرمپ نه وغوښتل:
چې نور دې د امریکايي حکومت پاليسي داسې جوړه کړي چې په نړۍ کې د نورو ولسونو آزادۍ نه سلبوي او خپلې ګټې د نورو ملتونو په هلاکت او محکومیت کې نه لټوي، ترڅو په داسې کولو سره ټوله نړۍ په امن کې شي، او روان بحرانونه پای ومومي.
طالبانوويلي: تر ټولو مهمه دا چې له افغانستان څخه دې خپل ټول پوځونه وباسي، د تیرو امریکايي حکمرانانو په څير دې نور په افغانستان کې خپل ځان او خپلو جنرالانو ته د ناکامۍ او رسوايي لقبونه نه ګټي، او نه دې په دې ناکامه جګړه کې د ښکیلتیا له امله د امریکا حيثیت، اقتصاد او عسکرو ته زیان اړوي.
افغانان دې پريږدې چې د یوه آزاد ملت په حيث د خپلواک نظام په درلودو سره په خپل منځ او نړیوالو سره داسې تعامل ولري چې ټول یو د بل له ضرر څخه محفوظ وي.
د روسيې دبهرنيو چارو وزارت د طالبانو له خبرپاڼې خپرېدو وروسته څرګنده کړه، چې مسکو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ويستلو په اړه د طالبانو غوښتنه ډېره پر ځای بولي.
په کابل کې د ولسمشر پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف په دې اړه وويل: «موږ په دې اند يو، چې د امريکا نوې اداره به افغانستان کې لا ښه او مناسب سياست پر مخ يوسي». نوموړي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه سموونکې بللې ده.
هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې له دې هر څه سره سره دې د امريکا نوی ولسمشر په دې پوی وي، چې د افغانستان د ستونزې اواری د روسيې او د ټولو سيمهييزو قدرتونو له ګډون پرته ناشونی دی.
خو دا چې ټرمپ به د طالبانو د دې غوښتنې او د روسيې مشورې ته څه ډول غبرګون وښيي، لا معلومه نه ده. په کابل کې د امريکا سفير تېره ورځ د نوموړي له ولسمشر ټاکل کېدو وروسته وويل، چې امريکا به د افغانستان په اړه خپل نظر بدل نه کړي او «همکارۍ» ته به يې دوام ورکړي.
















