چارواکي: کابل کوټه سنګي سيمه کې چاودنه شوې

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳)الماس خدرخېل
تېره ورځ د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې په دولتي موټر چاودنه رامنځته شوې ده.
د کابل د امنيه قومندانۍ يو تن چارواکي فريدون عبيدي رسنيو ته وويل چې چاودنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند يو دولتي موټر باندې شوې ده. نوموړی وايي چې په چاودنه کې کوم ځاني تلفات نه دي اوښتي.
بل پلو د دولت مخالفو وسلوالو طالبانو د چاودنې مسؤليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په يو رالېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې چاودنه يې د مقناطيسي ماين په واسطه د دولت په استخباراتي کارمندانو ترسره کړې ده او څلور استخباراتي کارمندان یې وژلي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په چاودنه کې د دولتي کارمندانو موټر ويجاړ شوی او په سيمه کې د وژل شویو کسانو وينې پرتې دي.



