وکيلان: كه وزيران د استيضاح لپاره حاضر نه شي د باور رايو لپاره به صندوق ورته کېښودل شي

کابل ټکی کام(۱۳۹۵ لړم ۲۳)الماس خدرخېل

د افغانستان د ولسي جرګې يو شمير غړو په دې اړه سخت غبرګون او نيوکې کړي چې د ماليې، پوهنې او ترانسپورت وزيران استيضاحيه غونډې ته حاضر نه شول.

د جرګې يو شمېر وکيلانو د وزيرانو نه حاضرېدل د ولسي جرګې بې احترامي ګڼلې او د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي يې له نوموړو وزيرانوسره په معامله تورن کړی دی.

وکيلانو پرېکړه کړې، که استيضاح شوي وزيران تر يو ساعت پورې د جرګې عمومي غونډې ته حاضر نه شول نو د عدم اعتماد رايې لپاره به ورته صندقونه کېښودل شي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ ولسي جرګې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په شمول د کار او ټولنيزو چارو او د فواید عامې وزير نه په دې خاطر صلاحيت واخيستل شو او له دندو ګوښه شول چې انکشافي بوديجه يې لږه مصرف کړې وه.

په ورته وخت کې ولسمشر اشرف غني د کابینې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په شمول د دریو غړیو د وزراتونو نه د لرې کولوپه اړه جدي غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د ولسي جرګې دغه کړنه د توجه وړ نه بولي.

همداراز د ارګ څخه په يوه خپور شوي بيان کې ويل شوي و، چې ولسي جرګه د وزیرانو له خوا د بودجې د مصرف په اړه بشپړ معلومات نه لري، نو دکافي معلوماتو تر وړاندې کولو د وزیرانو د استیضاح پروسه ځنډېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button