(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۳۰) زرغون خوږیاڼی
طالبانو ویلي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند ۱۳ پولیس ورته تسلیم شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ددوی ځواکونو ته د پولیسو ۱۳ عسکر تسلیم شوي دي، نوموړی زیاتوي چې یاد پولیس د خوږیاڼو د احمد خیلو، پیره خیلو، زاوې، بر بهار، سور ډاګ او مملې سیمو اوسیدونکي وو.
نوموړي د تسلیم شویو عکسرو نومونه هم په ډاګه کړي دي.
د طالب ویندوی په وینا دغه پولیس عسکر د حقایقو په درک کولو او د طالبانو د دعوت ارشاد مسئولینو په هلو ځلو سره د ګډ حکومت لیکو څخه راجلا او د طالبانو له لیکو سره یو ځای شول.
د ننګرهار ولایت حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

















