کابل: د ترانسفرمر توليدولو شرکت، د درې ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت خپل کار پيل کړ

کابل ټکی کام ۱۳۹۵لیندۍ۲  الماس خدرخیل

دغه افغانى شرکت “عبدالرحيم صالحزاده” نومېږي، چې د کابل ښار د پلچرخي په صنعتي پارکونو کې خپل کار پيل کړ.

د نوموړي شرکت يو ترکی انجنير برهان الدين چيپان، د ياد شرکت د کار د پيل د مراسمو پر مهال وويل، چې دغه شرکت به هرکال د ١١٠ کيلوولټه په ظرفيت د ٩٠٠ ترانسفرمرونو د توليد ظرفيت ولري.

نوموړی زیاتوي، چې د وخت په تېرېدو سره به د شرکت د توليداتو کچه هم لوړه شي.

د هغه په وينا، ياد شرکت خپل خام توکي له المان، ايټاليا او ترکيې هېوادونو را واردوي او په افغانستان کې لوړ کيفيت لرونکي ترانسفرمرونه توليدوي.

د دغه شرکت یو تن مسؤل محمدمسیح وايي، چې ياد شرکت اوسمهال په دغه برخه کې درې ميليونه ډالره پانګونه کړې، خو په پام کې ده چې دغه پانګونه شپږ  ميليون ډالرو ته لوړه شي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، هېواد ته هرکال د برېښنايي تجهيزاتو د وارداتو کچه شا وخوا ۲۰۰ ميليون امريکايي ډالرو ته رسيږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز معين وویل، په وروستيو ١٥ کلونو کې د ٤٠٠ شرکتونو له لوري د ٦٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د برېښنايي تجهيزاتو د  توليد په برخه کې يې په افغانسان کې پانګونه کړې ده.

د غونډې په مراسمو کې د افغانستان د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري وويل، چې د برېښنا شرکت به هم د عبدالرحيم صالحزاده شرکت له ټرانسفرمرونو ګټه پورته کړي.

د ياد شرکت مشر عبدالستار رحيمي وايي، چې د “عبدالرحيم صالحزاده” شرکت به باکيفيته او ښه ټرانسفرمرونه توليد کړي او پر دې سربېره به ټرانسفرمرونه ترميم هم کړي.

د هغه په وينا، دغه شرکت په ١٣٧٩ کال کې رامنځته شوى چې تر اوسه پورې يې له ترکيې څخه افغانستان ته د برېښنايي وسايلو د رالېږد په برخه کې کار کاوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button