پېښور: د سرک غاړې ماين چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۲) الماس خدرخېل
د پاکستاني رسنيو له قوله ويل شوي، چې د سرک د غاړې ماين چاودنې له امله د اف سي ۳ پوليسو په شمول پنځه تنه نور وژل شوي او درې ټپيان دي.
د پوليسو مشر اس اس پي سجاد خان رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه د پېښور بشير اباد سيمه کې رامنځته شوې چې د پوليسو موټر يې په نښه کړی و.
نوموړی وايي، په چاودنه کې د پاکستاني ځواکونو درې تنه افسران مړه او لږ تر لږه ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
یادوافسرانو د خپل پخواني مشر د مور په جنازه کې ګډون کړی وو چې چاودنه پرې ترسره شوې ده.
ټپيان د تداوۍ په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤليت کومې وسلوالې ډلې نه دی اخيستی. خود روان کال په جنوري کې د پیښور کارخانو مارکيټ ته څېرمه يوه چاودنه رامنځته شوه، چې پکې د خاصدارو په ګډون لس تنه ووژل شول او تر ۲۰ نور ټپيان شول، چې د چاودنې مسؤليت يې د تحريک طالبان پاکستان فضل الله ډلې په غاړه اخيستی و.



