مصرۍ محکمې پر مرسي د عمري بند حکم لغوه کړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی

د مصر سترې محکمې د اخوان المسلمین پر مشر محمد مرسي باندې د عمري بند حکم لغوه اعلان کړی دی.

د مصر سترې محکمې ددغه هیواد د پخواني ولسمشر هغه حکم لغوه اعلان کړی، چې له مخې یې نومړی او دده ۲۲ نور ملګري په عمري بند محکوم شوي وو.

یادې محکمې د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد مرسي باندې د اعدام حکم هم لغوه اعلان کړی و، د سترې محکمې د چارواکو په وینا په مرسي او د نوموړي په ۲۲ نورو ملګرو به یوه بله محکمه ترسره شي.

د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد مرسي باندې تور لګیدلی دی، چې نومړي د فلسطین له جهادي ډلو سره همکاري درلوده.

د یادې محکمې چارواکو د مرسي په اړه د دا ډول دریځ غوره کولو په اړه نور معلومات نشته او نه هم جوته شوې چې نوموړي ته به په راتلونکي محکمه کې کوم حکم واورول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button