په ځان باوردرلودل

لیکوال:حکمت الله (تسل)
په ځان باور درلودل یو له هغه عواملو څخه دي، چې انسان د کامیابۍ ترسرحده پورې رسوي.
اما زموږ په ټولنه کې ډیر داسې افراد شتون لري، چې دوی هغه څه په ډیره سادګۍ سره مني چې ددوی په باور تقدیر ورسره مخ کړي.
دغه ډول افراد د منفي فکر لرونکو افرادو په ډله کې راځي او تل د یو شي په هکله منفي فکر لري او د خپل منفي فکر په درلودلو سره دوی ځانونه ډیر آرام احساسوي.
چارلیزډاکین د یوزنداني په اړه چې څو کلونه کوټه قلفي و، لیکنه کړي ده، چې د زندان د مودې تر بشپړیدو وروسته دغه کس آزاد شو.
کله چې له خپلې کوټي بیرون راویستل شو له نوي محیط سره ډیر نا آرامه و، له همدې کبله یې بیرته غوښتنه وکړه چې دی په خپله کوټه کې بندي کړي.
دده لپاره یوازې خونه، تیاره او زولنې د بیرون محیط تر منلو ډیر آرامونکي وو.
نو دا ډول افراد چې د منفي فکر لرونکي دي باید لومړی په خپل ځان او فکر کې بدلون راولي، په لومړیو کې یو څه ستونزمن وي، دا ځکه بدلونونه عمومأ ستونزمن وي؛ خو بیا هم دوی باید په ځان او نورو باندې باور کول زده کړي، خپل فکر ته دې مثبته بڼه ورکړي او تل دې د یوشي په هکله مثبت فکر ولري، نو هله بیا دوی کولای شي چې په خپل ژوند کې بریالیتوبونو ته ورسیږي او په ټولنه کې یو اغیزمن شخصیت و اوسي.
په درناوي


