کشمير: د پاکستان او هند پوله کې ۳ هندي سرتيري وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) الماس خدرخیل
د هند د دفاع وزرات له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کشمير کې د دوی درې تنه سرتيري په مرموز ډول وژل شوي دي.
هندي چارواکو ويلي، چې دا په تېره يوه اونۍ کې دویم ځل دی، چې د دوی سرتيري په سيمه کې په مرموز ډول وژل کېږي.
له دې وړاندې هم په ياده سيمه کې د هندي سرتيرو ټوټه شوي جسدونه موندل شوي وو، د هند پوځ وايي، چې د وژل شويو سرتيرو څخه د یوه بدن ټوټه شوی، ددوی په وینا مجرمین به پيدا کوي او غچ به يې اخلي.
ياده پېښه تېره ورځ د هند تر کنټرول لاندې د کشمير کوپ واره ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
که څه هم په ياده سيمه کې د پاکستاني پوځ او هندي پوځ تر منځ له څه مودې راهيسې د يو بل په هدفونو حملې کېږي؛ خو هندي چارواکې وايي تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې دغه سرتيري دې د پاکستاني پوځ له لوري وژل شوي وي.
هندي چارواکي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنه پیل کړې، ترڅو معلومه کړي، چې د دوی سرتيري د کومې ډلې له لوري وژل شوي دي.



