(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) الماس خدرخیل
د امريکا دفاع وزرات پنټاګون تېره ورځ وويل، چې ددوی د هوايي ځواک له لوري په سوريه کې د القاعده ډلې يو مهم مشر وژل شوی دی.
د پنټاګان وياند پيټرکوک وايي، چې د نومبر په ۱۸مه د جمعې په ورځ د سوريې په شمال لويديځ کې د ابو افغان المصري په نوم د القاعده شبکې مهم غړی د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد کې وژل شوی دی.
ويل کېږي، چې نوموړی ابوافغان المصري په خټه مصری او په افغانستان کې د القاعده ډلې سره يوځای شوی دی، چې اوس په سوریه کې د فتح الشام ډلې مهم مشر و.
د امريکا دفاع وزارت تائيدوي، چې نوموړی په افغانستان کې له القاعده سره يوځای شوی او بيا سوريې ته د جګړې لپاره تللی دی، دوی زياتوي چې نوموړی د القاعده ډلې مهم مشر و.
پيټرکوک ویلي، چې ابو افغان المصري په افغانستان کې په ایتلافي او امریکايي ځواکونو په زیات شمیر بریدونو مسئول بلل کیده. په افغانستان کې د هغه په لارښوونه په امریکايي ځواکونو یو شمیر بریدونه ترسره شوي وو.
د القاعده ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
روسیه په امریکايي چارواکو تور پورې کوي، چې په سوریه کې یواځې د القاعده ډله په نښه کوي او د داعش له وسله والې سره نظامي مرستې کوي.















