د ديني مدرسو اړتيا

لیکنه: محمود حقانی
په هر پېر (دور) کې دين دښمنه عناصر د مسلمان ملت د مذهب په اساسي سرچينو اسلام، مدرسه، ملا  تخريبولو، متزلزله کولو بې ځايه نيوکو پسې راخيستې او کوښښ کوي چې ددوى مينځ کې واټن رامينځته کړي.

خو له ښه مرغه يو اړخ ته مسلمان ملت کې لا د دين شعور او احساس ژوندى دى او بل اړخ ته دې ملت کې داسې کدرونه هم شته، چې اسلام ضد کړۍ نه پريږدي چې ددوى مينځ کې دې تفکيک راولي او هميش يې هڅه كړې چې دغې کړيو او سالم عقل څښتنانو ته مقنِّع ځوابونه ووايي.

امّا ځيني ناخبره مسلمانان يا په بله اصطلاح هغه روڼ اندي ځوانان چې د دوى له مادياتو او عصري ژوند نه اغېزمن شوي ددوى په دام کې ګير راغلي. اوس دوى په دې سپېڅلو سرچينو باندې هغه تنقيدات کوي کوم چې دې بې دينه کړېو کول د بېلګې په توګه که چيرته جومات، مدرسه جوړيږي نو ددوى په نس درد وي او لګيا وي چې دا شته جوماتونه، مدرسې چا ډکې کړي چې نور هم لا جوړوئ ددې څه اړتيا ؟ دوى ملت ته څه ورکړي؟ مدام يې ملت دردمند کړى، بې کوره کړى، د بل خيرات ته کېنولى، کور يې ورته په کنډواله بدل کړى.

يعنې د هرې ناخوالې پړه په ملا او مدرسه اچوي.

خو چې دوى په هره کوڅه کې مکتب، پوهنتون جوړوي ملا او مدرسو والا پرې هيڅ نيوکه ونه کړه، بلکې خوښي يې پرې څرګنده کړې چې دوى به هم ملت ته څه ښيګڼه ورسوي.

د مدرسې تورى خو د درس نه اخيستلاى شوى د درس معنى ده محوه کول، لرې کول او مدرسې هم د قال الله او قال الرسول په توسط د دين ناپوهي او ګمراهي لرې کوي.

دا څوک چې وايي د مدرسو څه اړتيا، مطلب ترې دا انګيري چې د قال الله او قال الرسول ښودلو څه اړتيا.

مدرسې خو د امن، پرمختګ، خوشحاليو، اخلاقياتو، آدابو هېندارې دي.

مدرسو موږ ته خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم، لوى لوى صحابه راکړي د دين لومړۍ مدرسه غارِ حرا کې وه.

استاذ خپله لوى ذات الله جلّ جلاله وو، شاګرد يې نبى کريم صلى الله عليه وسلم وو مدرسو موږ ته د انسانيت او حيوانيت تر مينځ توپير، د ژوند تېرولو ښکلي اصول، اخلاق او آداب راښودلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button