(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۴) زرغون خوږیاڼی
تیره ورځ ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ایټالیا د بیړنیو خدمتونو د روغتون او کلینیکونو څخه لیدنه وکړه او ددې روغتیايي مرکزونو ایټالیايي مسئولینو سره یې هم وکتل.
ولسمشر د ایټالیايي د بیړنیو خدمتونو روغتونونو له دوه تنو مسئولینو ((دی جان پانیک و ایمانویل نانینی)) سره په لیدنه کې له هغوی څخه مننه وکړه، چې په افغانستان کې یې د بیړنیو خدمتونونو روغتونونه رغولي او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
یادو استازیو وویل، د ایټالیا په مرسته اوسمهال په افغانستان کې د بیړنیو خدمتونو ۴۶ روغتیايي کلینیکونه او ۲ لوی روغتونونه رغول شوي دي، چې یو یې په کابل او بل یې د هلمند په لښکر ګاه ښار کې موقعیت لري.
ایمانویل نانیني زیاته کړه، چې د کابل د بیړنیو خدمتونو روغتون په کال کې نږدې د ۶ زره ناروغانو درملنه او د لښکرګاه روغتون په کال کې نږدې د ۵ زره کسانو درملنه کوي، چې تر ډیره یې د جنګ قربانیان وي. په یادو روغتونونو کې ۱۰۰۰تنه افغانان او ۵۰ تنه خارجي روغتیايي کارکوونکي په فعالیت بوخت دي.
یادو استازیو دا هم وویل، چې اوسمهال په پنجشیر ولایت کې درېیم د بیړنیو خدمتونو روغتون تر کار لاندې دی، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته اماده شي، نوموړو له اشرف غني څخه د مننې تر څنګ هیله څرګنده کړه چې د یاد روغتون په پرانسته کې ګډون وکړي.
د غونډې په پای کې ولسمشر اشرف غني د ایټالیا هیواد استازیو ته وویل: زه د افغانستان د خلکو په استازي توب د ایټالیا د حکومت او خلکو قدرداني کوم، چې دلته یې د بیړنیو خدمتونو روغتونونه رغولي او په لوړ معیار سره د دې ولس د ناروغانو درملنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ د ایټالیا هیواد څخه غواړو څو په دغه هېواد کې د بیړنیو خدمتونو روغتونونو ته پراختیا ورکړي او په نورو ولایتونو کې هم یاد روغتونونه وروغول شي، په دې اړه افغان حکومت دوی ته د هر ډول زمینې برابرولو کې مرسته کوي.
















