سعودي عربستان د سروزرو تولید دوه برابره زیاتوي

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۸) زرغون خوږیاڼی

د سعودي عربستان د کانونو د استخراج وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۰زکال پورې به د سروزرو، المونیمو او نورو قیمتي ډبرو تولید دوه برابره زیات کړي.

د سعودي د کاني شرکتونو رئيس خالد المظیفر په وینا، اوسمهال په هیواد کې د سروزرو تولید ۲۰۰ اونسو ته رسیږي، چې د۲۰۲۰زکال پورې به د تولید دا لړۍ به تر ۵۰۰ اونسو پورې ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د المونیمو تولید به د امریکا سره د یوې ګډې پروژې له لارې په کال کې تر یو میلیون ټنو پورې زیات شي، چې اوس مهال ورسره په دې اړه تړون لاسلیک شوی دی.

د سپوتونیک په حواله ویل شوي، چې سعودي حکومت په پام کې لري د ۲۰۲۰زکال تر پایه پورې خپل اقتصاد تر ډيره د فلزي موادو په تولید تکیه کړي چې په کال کې به ۲۶ میلیارد ډالر له دې لارې ترلاسه کړي، په دې اړه به د کار لپاره ۹۰ زره نور نوي ځایونه جوړ کړي.

 په دې وروستیو کې چې د تیلو بیې کمې شوي، د سعودي حکومت چې اوسمهال له یمن سره په جګړه هم بوخت دی له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی؛ خو بلخوا بیا د سروزرو بیې مخ پورته روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button