(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) زرغون خوږیاڼی
د اسرائيلو مطبوعاتي ادارو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې طلاقې شوي دي.
اسراييلو کې د نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه ستر اورونه ولګېدل، چې د ډېرې تباهۍ لامل وګرځېد. د دغه اور له امله په اسراييل کې شاوخوا اتيا زره خلک له خپلو کورونو وتلو ته مجبور شوي دي. رسنۍ دغه راز وايي چې د اور له کبله يونيم سل کسان زخميان شوي دي او همدارنګه په سلګونو کورونه يې وران کړي دي.
تر ټولو حيرانوونکې بيا دا ده، چې د اور پر مادي تاوانونو سربېره معنوي نقصان هم خلکو ته رسولی دی. د دغه هیواد مذهبي یهودي مشرانو ویلي چې د اور له کبله ۱۶۰۰ ښځې او نران د طلاق له امله سره بېل شوي دي.
اسراييلي نيوز ۲ چينل خبر ورکوي، چې د طلاق لامل په اسراييلو کې د تېرو پنځو ورځو راهيسې لګېدلی اور دی. د دغه اور له کبله د ۱۶۰۰ کسانو نکاح ليکونه سوځېدلي دي. د دغو سندونو له سوځېدو وروسته د يهودو مذهبي مشر اعلان وکړ، چې د دغو خلکو ترمنځ طلاق رامنځ ته شوی دی. هغه ويلي چې دغه خلک نور يو ځای نه شي اوسېدلای.


















