پاکستان: د راحیل شریف د تقاعد له امله، دده پلوي کس ځان وژنه کړې

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف د تقاعد له امله، د نومړي یوه طرفدار ځان وژنه کړې.

د پاکساتي مطبوعاتو په وینا، د کراچۍ ښار یوه اوسیدونکي لطف امین شبلي د پاکستاني پوځ پخواني مشر راحیل شریف د کاري مودې د اوږدولو غوښتنه کړې وه، شبلي د کراچۍ پریس کلب مخې ته په خپله وینا کې ګواښ کړی و که راحیل شریف له دندې لرې شي نو دی به ځان وژنه وکړي.

په راحیل شریف مئین لطف شبلي وروسته له هغه د ډودۍ نه خوړلو اعتصاب وکړ، چې راحیل شریف تقاعد او په کور کښیناست، شبلي ۲ ورځې وړاندې په کراچۍ کې د جناح روغتون ته لیږدول شوی و، چې تېره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

بلخوا د شبلي زوی رسنیو ته ویلي، چې پلار یې د راحیل شریف تقاعد کیدل ونه زغمل او ځان وژنه یې وکړه.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې شبلي ۶۴ کاله عمر درلود او په کراچۍ ښار کې یې د کاریګرو د یوې ټولنې مشري په غاړه لرله.

لطف شبلي راحیل شریف د ((خلاصون پرښته)) بلله؛ خو بلخوا راحیل شریف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button