ټیپو سلطان شپږ ویشتمه برخه

په تیر پسې….
د سلطان له اړخه «پورنیا او کرشن راو» چې دواړه کلک هندوان وو په خبرو کې ورګډ شول. هغه سوله لیک چې د سلطان له اړخه ترتیب او ورولیږل شو په هغه کې دغه لاندې شرایط ایښوول شوي وو.
1- د مالابار په ساحل کې انګریزي مقبوضات به بیرته ورکړل شي خو په بدل کی به یی همدومره شمیره دکرناټک کلاګاني سلطان ته ورکړل شي.
2- د جزیره نماو په شاوخوا کې ټول انګریزی مقبوضات د ۵۵ زره پګډو سره یو ځای چې کرنل فلرټن په پالاګهاټ کې تر لاسه کړي وو بیرته سلطان ته ورکړل شي.
3- غلامزاده ایارخان دې بیرته سلطان ته حواله کړل شي.
4- کمشنران دې ترهغې پورې بیرته کرناټک ته نه ستنیږي چې ټول معاملات په ښه توګه نه وي حل شوي.
خو انګریزان په دې شرایطو کې د ایاز خان بیرته ورکولو او د پګډو تسلیمولو ته تیار نه وو. کله چې د سولې خبرې د ناکامۍ سره مخ شوې نو کمشنرانو د ځایه د تیښتې لارې لټولې خو راز یې بربنډ شو.
بلاخره د ۱۷۸۴ کال د مارچ په یولسمه یو تړون لاسلیک شو چې نهه شرایط یې درلودل. د دې تړون له مخې:
– دواړه خواوې به یو د بل سره جنګ نه کوي.
– او نه به یو د بل د دښمن سره مرسته کوي.
– یو د بل سیمي به بیرته ورته تسلیموي او یو د بل بندیان به ازادوي.
– د آبنور او ساتګړهـ کلاګانې به د سلطان سره وي.
– کنانور او ډنډیګل کلاګانې به تر هغې د انګریزانو سره وي چې نور شرایط یې نه وي پوره شوي.
په دې شرایطو کې د نمک حرامه ایاز خان او ۵۵ زره پګدو یادونه نه وه شوې.
د دې نه وروسته د مدارس والي میکارنټي او ستر والي لارډ هټینګز دواړه انګلستان ته راوبلل شول او میکفرسن یې د هغه په ځای ستر والي وټاکه.
د منګلور تړون د سلطان له پاره ستره سوبه وه. کله چې سلطان د منګلور څخه سرنګاپټم ته راستون شو نو هلته ورته د دکن نظام او دمرهټیانو نذرانې وړاندې کړې او مبارکیانې یې ورکړې.
د دواړو هیوادونو نمایندګانو سلطان ته د جواهرو تحفې ورکړې خو د مرهټیانو سردار د تحفې تر څنګ د سلطان څخه خپل خراج هم وغوښت. سلطان د هغه په دې موقع غوښتنه ډیر په غضب شو او د مرهټیانو نماینده ته یې تریخ ځواب ووایه:
«آیا تاسو نه پوهیږئ چې مرحوم نواب حیدر علي خان ستاسو په خاطر د پائین ګهاټ جنګ کړي وو. په دي جنګ کې د سلطنت ټوله خزانه او دولکه شوي سیمو د درې کالو محصولات ټول مصرف شوي وو. او تاسو د تړون او پلان سره سره د مرحوم سلطان هیڅ ډول بسپنه ونه کړه، د دي نه وروسته د حیدرنګر احسان فراموشه صوبیدار مونږ ته دوکه راکړه او د سلطنت ټول دولت یې لوټ کړ او وتښتید. مونږ خو د دښمنانو څخه حیدر نګر بیرته ولکه کړ مګر د هغې د خزانې یوه پیسه هم مونږ ته په لاس را نغله.
بیا چې کله مونږ په تخت کیناستو نو د مرحوم نواب په وراثت کې مونږ ته د څو توپونو، ټوپکونو او تورو او ډالونو څخه نور څه په لاس را نغلل.
په دې وخت کې زمونږ خزانه بلکل خالي ده، خو د سلطنت د راجوړیدو وروسته به ستاسې رقم هم تاسې ته درکړل شي…»
د دې خبرو سره سم سلطان محمد عثمان ته چې د مرحوم نواب پخوانی ملازم وو، څو تحفې ورکړې او د پونا د سفیر سره یې یوځای ولیږه ترڅو مرهټیان دوباره په میسور حمله ونه کړي …
نور بیا ….



