شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سمیع یوسفزئی او شبکه یې  دطالبانو په خلاف د(CIA)او (MI6six)داستخباراتي او تبلیغاتي جنګ په لومړي کرښه کې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 1, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
15
ځلې شریک شوی
189
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال ـ متقاعد نظامي

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نفوذي او استخدام شوي جاسوسان  ، بشري او تخنیکي څار ، له زندانیانو څخه پلټنې ، رسنۍ او رسنیز وسائل ، دنړۍ  داستخباراتي سازمانونو له مهمو اطلاعاتي  سرچنیو څخه دي ، خونيږدي (۸۰) سلنه اطلاعات  درسنیزو فعالیتونو تر پوشش  لاندې راټولوي .

دسمیع یوسفزئي  شبکه چې عنایت الله کاکا زاده یې یو مهم شریکوال دی ، درسنیزو فعالیتونو تر پوشش لاندي (CIA)او (MIsix) ته  دطالبانو په اړه استخباراتي فعالیت ترسره کوي .

دیادونې وړ ده (عنایت الله کاکا زاده ) دپاکستان دکراچۍ په ښار کې د طالبانو دپخواني جنرال کونسل (رحمت الله کاکا زاده ) ورور دی  ،  (رحمت الله کاکا زاده ) هغه مهال طالبانو له خپلو لیکو څخه وشاړه کله یې چې دهغي چندي دپیسو ،زیوراتو اونورو اموالو له تسلیمولو څخه ډډه وکړه کوم چې  ده ته دامریکایانو دیرغل په پيل کې دکراچۍ دښار اسلامي ټولنو، تنظیمونو ، مدرسو او تجارانو دطالبانو دحکومت سره دکومک په ډول اعطا کړي وه او هم یې دي ته غاړه  کېنښوده چې  دسیمې له استخباراتي سازمانونوسره خپل سري اړيکي قطع کړي .

ویل کیږي اوس  مهال (رحمت الله کاکازاده ) یو له شتمنو افغانانوڅخه دی .

سمیع یوسفزئي اوملګري يې  دطالبانو له هغو غړو سره چې یايې له طالبانو څخه لار بیله کړي ، یا دبیلا بیلو عواملو له امله خفه دي او یا ددوي پرخواخوږۍ تیر وځي معلومات راټولوي ،دغه معلومات زیاتره  دطالبانو دتشکیلاتي جوړښت ، دبیلا بیلو وظیفوي استقامتونو دجوړښتونودفعالیتونو او ددغو جوړښتونو دچارواکو او کارکوونکو په اړه وي .

دوي اطلاعات په داسي ډول ټولوي چې په خپله اطلاع ورکوونکي هم زیاتره وخت  دا نه انګیري او پدي نه پوهیږي چې ددو ي له معلوماتو څخه به ددوي دتحریک په خلاف تبلیغاتي او عملیاتي استفاده کیږي .

سمیع یوسفزئی اوملګري یې دخپلو ځرو پواسطه هغه معلومات هم ټولوي چې طالبان یې په خپلو عادي مجلسونو کې سره شریک کوي ، دی اوشبکه يې زیاته  هڅه  له ټیټ رتبه طالبانوسره او له هغو کسانو سره چې  عملې طالبان ندي بلکي طالبان ورسره راشه درشه لري داړیکو دټینګولوهم کوي ، تر څو هغه خبري تري واوري چې طالبان يې دخپلو فعالیتونو او ستونځوپه اړه په خپل مینځ کې سره شریک کوي .

دیوي باوري سرچیني دمعلوماتو له مخي سمیع یوسفزئی او ملګري يې چې کله دغه معلومات استخباراتي شبکوته ورکړي ،هغوي یې تحلیلوي کوم معلومات چې له ارزیابۍ ورسته په اوپراتیفي عملیاتو کې  پکار راځي هغه پټ ساتي او کوم چې پاتي کیږي هغه سموي راسموي تراشي يې او په لويدیځو مهمو رسنیوکې  یې خپروي او دطالبانو په خلاف  ترې په تبلیغاتي جګړه کې کار اخلي .

په تیره لنډه موده کې  په قطر کې داشرف غني له حکومت سره دځینو طالبانو دمذاکراتو په اړه دمعلوماتو خپرول او اوس اوس دطالبانو دمالي ستونځو په اړه دمعلوماتو خپرول دیاد حقیقت ښکاره بیلګي دي .

همدغه راز په سمیع یوسفزئی باندي  دطالبانو دحکومت  له سقوط څخه ورسته پاکستان حکومت ته دطالبانو دهغو خواخوږو قلموالودجاسوسۍ تور هم پوري دی چې دطالبانو په نفعه یې  ازاد فرهنګي فعالیت کاوه .

دغه کسان دپاکستان دحکومت له لوري نیول شوي وه او بیا امریکایانو ته سپارل شوي وه .

دچارو شنونکي پدي باور دي  که چیري  طالبان خپل پخوانی معمول چې له رسنیو سره یې خپلو غړو ته د خپل سرو تماسونو اجازه نه ورکوله ټینګ عملي نکړي او دطالبانو استخبارات دخپل تحریک دسیاسي ، فوځي ،امنیتي ، اقتصادي ، رازونو دپټ ساتلو لپاره اقدامات ترسره نکړی او پدي اړه  دطالبانو په لیکو کې پوهاوي ته کار ونشي نودطالبانو درازونو په اړه د(سمیع یوسفزي ) د په څیر دخبریالۍ تر پوښښ لاندي دنورو استخباراتي شخصیتونو له لوري  دراپورونو نشربه طالبان له زیاتي فریشانۍ سره مخ کړي او دافراد په روحیه به يې داسي راپورنه منفي اغیزي پریباسي .

په کابل ټکی کام کې چې کومي لیکني اوشعرونه نشرکیږي دلیکوال خپل نظر وي د ادارې د نظرتوافق ورسره شرط نه دی تاسوهم کابل ټکی کام ته په دې ادرس خپلي لیکني راولیږئ

kabullnews@gmail.com

لوی ټکي: ciaسمیع یوسفزی
مخکینې مطلب

امریکا: بالتیمور ښار کې وسله وال بریدګر ۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

پاکستان: د راحیل شریف د تقاعد له امله، دده پلوي کس ځان وژنه کړې

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com