کابل ټکی کام۲۷میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د میدان وردګو ولایت ځايي خلک وايي چې په دغه ولایت کې د ملا کاکا نومې زیارت تېره شپه وېجاړ کړل شوی دی.
د ځايي خلکو وینا ده چې دغه زیارت د یوه نیک انسان قبر و.
د میدان وردګو دولتي چارواکي هم دا منلې ده چې په میدان ښار کې د ناپېژانده وسلوالو لخوا د ملا کاکا زیارت په بمونو الوځول شوی دی.
د میدان وردګو ولایت د والي ویاند ښاغلی عطاءالله خوږیاڼی ویلي دي چې د دغې پېښې د مالومولو لپاره د امنیتي ځواکونو لخوا څېړنې پیل شوي دي، تر څو د دغې پېښې عاملین پیدا کړي.
دغه د ملا کاکا زیارت چې په بنارس زیات شهرت لري، د میدان وردګو له لرغونو ځایونو څخه دی، چې تر پنځوس کالو پورې تاریخ لري.
د دې پېښې عاملین تر اوسه ندی مالوم خو دا چې د داعش ډله د زیارتونو په الوځولو کې ښه رول لوبوي نو کېدای شي چې پړه یې دوی ومني.
















