کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې نن شاوخوا ۹ بجې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند دشت رابط په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر ټانګ د دوی د ملگرو لخوا خښ کړل شوای ماین وچاودېد، چې پکې سپاره ۴ تنه امریکایي عسکر له منځه ولاړل.
په یو بل ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي دي چې پرون ماښام د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ مارکنډۍ سیمه کې د طالب جنګیالیو له لورې پر امنیتي ځواکونو برید ترسره شو، چې ۸تنه عسکر او ۲ رېنجر موټر پکې له منځه ولاړل، او ۳تنه نور ټپيان شول.
















