یو من الوګان، یو من بانجان، څه نور ټرت و لغت او ویر او بلا مې واخیستل. کور ته مې روان کړې و، چې موبایل مې وشرنګیده. لاسونه مې بند و، ما وې څوک به وي؟! اوس ولې ځان تکلیفوي، وروسته به ورته زنګ وکړي.
روان وم، بیا موبایل شرنګاهاری وکړو، هماغه څه مې وکړل چې لومړی مې کړي ول. تر کوره مې څه لار نوره هم پاتي وه، موبایل مې بیا وکرنګیده، یو څه یې ور خطا کړم. و مې ویل خیر کړي خدایه! څه کېسه نه وي.
ځان ته غوسه شوم، چې ولې مې بې پروایي وکړه. کور ته روان کړي توکي مې یو یو پر ځمکه کېښودل، د بانجانو حلته (پلاسټیک) وشلیده، څه یې په یوه لوري او څه په بل لوري په منډه شول. لږ یې پلاسټیک کې پاتي شول.
موبایل مې را واخیست. نااشنا نمبر و، تر اوکۍ کولو مخکي مې نیم بلۍ ویلی و. سلام یې راکړ، جوړ تازه مې ور سره وویل. ځان یې را وپیژنده،
ما وې، خوشاله شوم، چې غږ دې اورم، مهرباني وکړه!
ویل یې، که مزاحمت کېږي نه، ته دې د تلیفون شمېره یو وار راته ووایه!
ــ څه پرې کوي د تلیفون په شمېره مې؟
ــ مشر ورور مې یې غواړې، څه کار در سره لري.
ما ویل هن در سره و لیکه، صفر اووه سوه……….
خندلی خو مې هسې نه شول، بیا یې مړی ژوندی را سره بندا وه.


















