کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د فاریاب ولایت په اند خوی ولسوالۍ کې د بمي چاودنې له کبله ۲۵تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو خبر ورکړی دی چې دغه چاودنه له غرمې مخکې لس بجې را منځته شوه، چې پکې پنځه تنه وژل شوي دي او شل تنه نور ټپيان دي.
دوی وایي چې دغه چاودنه د یوې رکشې پواسطه را منځته شوه، چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.
د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې په یاده پېښه کې د جنبش ګوند یو قومندان «ګل حاجي» هم ټپي شوی دی.
د پېښې په اړه پوره مالومات نه دي ترلاسه شوي خو د ځینو مالوماتو له مخې چې په دغه چاودنه کې دوه ملکي کسان او درې تنه افغان پوځیان وژل شوي دي.
په پېښه کې ټپيان شوي د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.

تر اوسه پورې د دې پېښې پړه چا نه ده منلې.