ولسي جرګه: حکومت دې د سلب اعتماد وزيرانو پر ځای نوي کانديدان معرفي کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل

د افغانستان د ولسي جرګې غړو له ګډ حکومت نه غوښتي، ترڅو د سلب اعتماد شويو وزيرانو پر ځای نوي کانديدان جرګې ته ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي ولسي جرګې ته د وينا پر مهال وويل، چې جرګه د ګډ حکومت مقابله نه کوي بلکې همکاري يې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې شاوخوا يوه مياشت مخکې ١٦ وزيران استيضاح کړل، چې درې د جرګې غونډې ته حاضر شول، خو نورو ته يې په غياب کې صندوقونه کېښول او په پايله کې يې له هغو ٧ تنو وزيزانو د باور رايه واخيسته، چې له ۷۰ فيصدو څخه يې کمه پراختيايي بوديجه مصرف کړې وه.

بايد وويل شي، چې ولسمشر اشرف غني د وزيرانو موضوع د څېړنې لپاره سترې محکمې ته لېږلې خو تر دې دمه محکمې لا کومه پرېکړه نه ده کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button