(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل
په کندهار کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د برېښنا د نشتوالي له امله لسګونه فابريکې تړل شوي دي.
د یادې خونې مرستيال فضل الحق مشکاني ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغه ولايت کې ۲۵۰ صنعتي فابريکې وې چې اوس د برېښنا د نشتوالي له امله يواځې ۶۰ فابريکې فعالې دي.
نوموړی زياتوي چې دغه فابريکو د اوسپنې ويلي کولو، صابون جوړولو، پلاستيکي سامان الاتو او خوارکي توکو د توليد په برخه کې فعاليت کولو.
مشکاني وايي، چې اوس مهال په کندهار کې شته فابريکې د منځنۍ کچې د توليداتو وړتيا لري، نوموړي له حکومت نه غوښتي چې په دغه ولايت کې دې د لويې کچې توليداتي موادو توليدوونکو فابريکو لپاره د فعاليت زمينه برابره کړي.
نوموړی وايي، چې د حکومت په دې کار سره به په یاد ولایت کې د تولیداتو کچه لوړه او بې کاري راکمه شي.
په ورته وخت ک ملي سوداګر هم شکايت کوي، چې په کندهار کې د برېښنا نشتوالی د دې لامل شوی، چې په دغه ولایت کې ۲۰۰ فابریکې وتړل شي او خپل کار په ټپه ودروي.
















