(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) الماس خدرخیل
د دايکنډي ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط کابل ټکی کام ته وويل، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د ياد ولايت ګيزاب ولسوالۍ اړوند د نيکوز او چليزو په سيمو کې د محلي پوليسو په پوستو وسلوال بريدونه ترسره کړل.
سرچینه زياتوي، چې د سپکو او درنو وسلو بريدونه د شپې تر ناوخته پورې روان و.
بل پلو وسلوالو طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې د یادو بريدونو مسؤليت منلی او ويلي يې دي، چې په يادو بریدونو کې ۶ تنه محلي پوليس وژلي او يو تن يې ژوندی له ځان سره اسير کړی دی.
طالبان وايي، چې له يادو سيمو يې محلي پوليس تېښتې ته مجبور کړي او ټوله سيمه د دوی تر واک لاندې ده.
د طالبانو خبرپاڼه کاګي چې په دې وسلوالو بريدونو کې يې له سرتيرو يو شمير وسلې او نظامي توکي هم د غنيمت په توګه نيولي دي.


















