(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) زرغون خوږیاڼی
نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې کابل ښار زلزلې ولړزولو، د زلزلې پيژندونکو ادارو ویلي دي چې د زلزلې مرکز له کابل څخه ۳۰ کیلو متره لرې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار و.
د یادې سرچینې په وینا زلزله په ځمکه کې ۱۰ کیلو متره لاندې رامنځته شوه، چې د زلرزلې د شدت کچه د ریشتر په اساس «۴،۶» ښودل شوې ده.
ویل کیږي چې زلزلې لږ تر لږه ۲۸ ثانیې دوام وکړ.
د لومړنیو معلوماتو کې د زلزلې د مالي او ځاني زیانونو په اړه خبر نه دی ورکړل شوی؛ خو د زلزلې پیژندونکو ادارو په وینا د زلزلې د عمق کچه کمه وه نو کیدای شي ځينې زیانونه یې رامنځته کړي وي.