(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۸) الماس خدرخیل
په افغانستان کې پګواش موسسې رئيس خليل الله صافی وايي چې راتلونکې سې شنبه په کابل کې د افغان سولې په اړه غونډه لري.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو سره په خپلو خبرو کې وکړې.
ښاغلی خليل الله صافی زياتوي، چې په راتلونکې غونډه کې يې پخواني جهادي مشرانو تر څنګ د هېواد سياسي شنونکو ته هم بلنه ورکړې ترڅو د اوربند په تړاو خپل نظرونه ورکړي.
صافي وويل: ((پګواش چې په ۱۹ ماده کې د سولې هوکړهلیک لپاره لومړني کوم مواد تهیه کړي هغه دوحه کې له طالبانو سره شریک شوي، دلته له افغان چارواکو سره هم شریک شوي او اوس غواړي چې د اکثره افغانانو نظرونه هم د هغې په اړه واخلي، نو ځکه په دې موضوع کې اوس اکثره مشران شریکوي او غواړي چې د دوی واحد نظر واخلي کوم چې بیا وروسته هغه د طالبانو د رهبرۍ شورا او په دوحه کې د هغوی د سیاسي کمېسیون سره شریکېږي)).
هغه تمه څرګنده کړه، چې په دې غونډه کې به عبدالرب رسول سياف، یونس قانوني، انوارالحق احدي، غيرت بهير، محمد اسماعيل، کريم خليلي، د ملي امنيت پخواني مشران او ګڼ شمير نور چارواکي برخه واخلي چې په یادو ۱۹ مادو به ځانګړی بحث وکړي.
د نوموړي په ويناچې په دې پلان کې د اوربند، په یو شمېر سیمو کې د طالبانو پر حاکمیت، د بهرنیو ځواکونو په تدریجي وتلو، د اساسي قانون د تعدیل، نظام کې د ټولو خواوو په عادلانه ګډون، د بندیانو په تبادلې د تورلېسته د طالبانو نومونو وتلو او ګڼو نورو موضوعاتو ته اشاره شوې چې لا بحث ته اړتیا لري.
د يادونې ده، چې پګواش نړيواله موسسه په ۱۹۵۷م کال کې رامنځته شوې.
نوموړې موسسه، په بېلابېلو هېوادونو د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت چارواکو تر منځ تر دې وړاندې هم د روغې جوړې غير رسمي خبرو زمينه برابره کړې ده.
د پګواش نړیوالې موسسې مسؤلین وايي، چې د روغې جوړې په اړه دا مهال د وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت تر منځ په اتیا فیصده مواردو د نظر اتفاق راغلی خو دا لا کار ته اړتیا لري.


















