یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د اوباما د ماتې اعتراف او د بروکسل غونډې غوښتنې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 8, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
8
ځلې شریک شوی
105
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپورتاژ

رحمت الله همراز

دا هم ولولئ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

د ناټو غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازیو د بلجیم په بروکسل کې د افغانستان په امنیت، اقتصاد او تر ۲۰۲۰زکال پورې د ژمنو شویو مالي مرستو ارزونې په اړه دوه ورځینۍ غونډه درلوده، چې له کابله ورته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ورغلی و.

غونډه په داسې مها ل ترسره کیږي، چې د امریکا د متحده ایالتو مشر اوباما په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې پر خپله ماتې اعتراف وکړ« امریکا نه شي کولی په افغانستان کې طالبان له منځه یوسي.»

د اوباما په وینا؛ خو کولی شو له افغان حکومت سره مرستو ته دوام ورکړ.

د سیمې د شنونکو په وینا دامریکایانو او متحدینو لخوا یې له افغانستان سره مرستې کول د جګړې د دوامداره ساتلو په معنا دي ، نه د افغانانو د د کړاو ختمولو لپاره.

د بروکسل غونډه کې د ناټو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د هغو هېوادونو لوړ رتبه چارواکیو ونډه لرله، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې پوځيان لري.

د ناټو عمومي منشي ينز ستولټنبرګ له افغان حکومت څخه درې عمده غوښتنې وکړې، چې په سر کې یې د سولې په خبروکې پرمختګ یاد کړ، ورپسې یې  بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه.
ستولټنبرګ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې د سولې په خبرو کې پرمختګ د ناټو او خپله افغانستان لپاره ډېر مهم وباله.

​ د بهرنیو چارو وریر صلاح الدین رباني د ناټو هیوادونو له استازیو مننه وکړه، چې یو وار بیا د نړیوالې ټولنې د اوږدمهالو مرستو شوې ژمنې تازه شوې.

ستولټنبرګ همدارنګه په افغانستان کې د اردو ځواکونه وستایل او دده په وینا په سیمه کې بې ساري دي؛ خو د نوموړي په وینا د پولیسو په لیکو لا هم یو زیات شمیر ستونزې اونیمګړتیا وې چې باید د افغان حکومت ورته پاملرنه وکړي.

د ناټو عمومي منشي له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د راتلونکي کال تر پایه په نظامي قطعاتو کې په فساد ککړ چارواکي له دندو ګوښه کړي.

خو د ناټو غړيو هیوادونو استازي په داسې حال کې د سولې په اړه افغان حکومت تیزوي، چې دغه دواړه لوري په وروستیو کې د مسکو او طالبانو تر منځ د اړیکو جوړولو په اړه اندیښمن دي.

 د دغو چارواکو په خبره د طالبانو روسي چارواکو تر منځ لیدنې په مسکو او تاجیکستان کې شوي دي، د افغانستان استخباراتي او دفاعي چارواکي د روس لخوا طالبانو ته په مستقیمه د وسلو او تمویل په هکله یو لړ انديښنې راولاړې شوي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د ځواکونو قوماندان نیکلسن تیره اوونۍ په واشنگټن کې خبریالانو ته وويل، چې روسیه له ایران او پاکستان سره یو ځای شوې ده او په وینا یې مسکو طالبانو ته مشروعیت بخښي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماریا زخاروا په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د نیکلسن څرگندونې ساده او ناسمې وبللې. هغې ويلي دي،«موږ په وارو وار ویلي دي چې روسیه له طالبانو سره پټې خبري نه کوي او د طالبانو هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.»، د زخاروا په وینا روسیه د خبرو اترو له لاري د سولې ملاتړ کوي چې یوازي د ټولو لوبغاړو په گډون له طالبانو سره د اړیکو له لارې ممکن کیدای شي.

د رویټر خبري آژانس د طالبانو د یوه لوی چارواکي له قوله لیکلي وو: «موږ گډ دښمن لرو. موږ ملاتړ ته اړتیا لرو، څو په افغانستان کې له متحدو ایالاتو او متحدینو ځان خلاص کړو او روسیه غواړي څومره ژر چې امکان ولري، بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.»

د ناټو غړیو هیوادونو په افغانستان کې د ۲۰۲۰زکال پورې د پاتې کیدلو وویل؛ خو دنړۍ زبر ځواک مشر اوباما بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناکامه بولي او په خپله ماتې اعتراف کوي.

همدارنګه د ناټو غړیو هیوادونو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن او له ستونزو ډک وبللو.

د ناټو غړیو هیوادونو تر دې پخوا هم منلې وه، چې په افغانستان کې مات شوي؛ خو اوس د زبر ځواک مشر اوباما هم د مایوسۍ په توګه د ماتې اعتراف کوي.

خبره دا ده، چې د اوبام او ناټو غړیو هیوادونو د ماتې اعترافات به ګد حکومت ومني او که نه لا به د سولې پر ځای جګړې ته دوام، زور او اهمیت ورکړي؟

ګډ حکومت چی اوس نږدې اویا سلنه د شمالي ټلوالې په لاس کې دی هیڅکله د سولې پلوي نه دي او نه د سولې په اړه کله هم په ریښتنې توګه خوله بیرته کوي، ځکه چې د امریکا او شمالي ټلوالې دواړو خواو د جګړې په دوام کې ګټې دي، که سوله رامنځته شي د امریکا خونخواران او د ګډ حکومت چارواکي به ځان څنګه د ولس له محکمې خلاص کړي.

د ناټو عمومي منشي زياته کړه چې، په دې غونډه کې زموږ د ونډې اخيستلو موخه دا ده چې  افغانستان وکړای شي ښه راتلونکې ولري. د ناټو سرمنشي وويل چې دغه راز په ياده سرمشريزه غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه چې له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته تر ۲۰۲۰ زېږديز کاله پورې دوام ورکوي او هر کال به له دغه هېواد سره د شاوخوا ٤ ميليارده ډالرو مرسته کېږي.

  ستولټنبرګ خپلې مرستې مشروطې وبللې او په وینا یې یادې مرستې به افغانستان ته په هغه صورت کې ورکول کیږي، چې د فساد سره مبارزه او سولې ته لاره پیداکړي.

لوی ټکي: اعترافاوبامابروکسل غونډهطالبانماتېناټو
مخکینې مطلب

یوسف قرضاوی : تجلیل از روز میلاد پیامبر اسلام امر مطلوب است

بل مطلب

کابل ښار ۴،۶ شدت سره زلزلې ولړ زاوه

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com