په ترکیه کې یو ورځینی ملي ماتم اعلان شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) زرغون خوږیاڼی

تيره ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې یو لړ بمي  چاودنو نږدې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، چې د یادو کسانو د درناوي په پار په ترکیه کې یو ورځینی ملي ماتم اعلان شو.

د ترکیې (trt Pashto) لیکلي، «تېره شپه په استانبول کې د ترهګري بریدونو په پایله  کې د قربانیانو روح ته د درناوي به موخه په ټول هېواد او بهرنیو سیاسي نماینده ګيو کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم اعلان شو».

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، چې د وژول شویو کسانو د درناوي په خاطر به د ترکیې بیرغ د یوې ورځې لپاره نیم ځوړندی وي.

د وروستیو معلوماتو له مخې ویل شوي، چې په دوو جلا جلا چاودونو کې نږدې ۳۸ کسان ووژل شول چې ۳۰ یې پولیس ول او د ټپیانو شمیره ۱۶۶ تنو ته رسیدلې، چې د ځینو یې روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ترکیه دا بریدونه د پی کا کا په سازمان پورې تړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button