(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) زرغون خوږیاڼی
د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعا د خندا وړ او احمقانه فکر دی.
څو ورځې وړاندې د امریکا استباراتي ادارې سي آی ای« CIA» وویل، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پټې ارزونې ښيي چې روسیې غوښتل ټرمپ په ټاکنو کې بریالی شي.
امریکایۍ رسنیو ويلي وو، د پلټنو فدرالي ادارې «اېف بي آی» او «سي ای اې» څیړنو روښانه کړه، داسې کسانو چې له روسیې سره یې اړیکې درلودې د دېموکرات ګوند هیلري کلنټن هک شوي ایمیلونه رسوا کړل او له دې لارې یې د ټرمپ د کامیابیدو چانس زیات کړ.
ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوې بې معنی بللي، دده په خبره په داسې نا څرګندو ادعاو باور نه شي کیدای.
ټرمپ ویلی،« که تاسو فکر وکړۍ کوم څه چې سی آی اې ویلي هغه تر ډيره مغشوشې او نا څرګنده دي، هیڅوک نه پوهیږي په رښتیا دا څه مانا لري، داسې خبرې د خندا وړ او یواځې یو احمقانه فکر دی».
















