دا نظام یو اسلامي نظام نه دی، د فحش خپرولو نظام دی«افغان فیلسوف صدیق افغان»

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۲) زرغون خوږیاڼی
افغان فیلسوف صدیق افغان د خورشید تلویزیون سره په یوه مرکه کې وويل، چې دا نظام اسلامي نظام نه دی، بلکې د فحشا خپرولو نظام دی.
کله چې د تلویزیون نطاق ورته وايي، لږ وخت په لاس کې لرو؛ خو نوموړی ورته وايي چې هو ولې نه! د ستاره افغان او نڅا لپاره ډير وخت لرۍ، لیکن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لپاره نه، دا نظام یو اسلامي نظام نه دی، د فحشا خپرولو نظام دی.
نومړی زیاتوي، چې « دا دولت په اسلام نه پوهیږي، زموږ ولسمشر د امریکا د دفاع وزارت بوټونه پاک( برش) کوي، د جانکیري بوټونه برش کوي».
صدیق افغان په ۲۰۱۳زکال د نړۍ د په دائرة المعارف کې د ریاضي پوه او فیلسوف په توګه ثبت شوی دی، چې د ریاضي په برخه کې نوې ابتکاري اختراعات لري.
څه وخت وړاندې نوموړي په کابل کې د ارګ مخې ته د ترافیکو پر مخ لاره تړلې وه او د امریکا د بشري جنایتونو په غبرګون کې یې لاریون کړی و او د «مرګ پر امریکا، مرګ په یهودانو» چیغې یې وهلې، د نوموړي په وینا امریکا او غلامان یې د قلم په ژبه نه پوهیږي، باید په بله ژبه پوه شي، ده په خپلو اعراضي چیغو کې ویل، چې «هیواد مو خرڅ کړو، دا یو نفري انقلاب دی».
نوموړي د ډاکټر نجیب په وخت کې د بشري جنایاتو په سبب د ډودۍ نه خوړلو اعتصاب کړی و، همدارنګه د مجاهدینو په وخت کې یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب وکړ او د کابل په زرنګار پارک کې عامو خلک راجمعه او ورته یې وویل چې مجاهدین کامیاب شول اوس ولې دوی په خپلو کې سره جوړ نه دي.
ده په یوه مرکه کې ویلي وو، چې د زیږیدو پر مهال خلکو فکر کاوه چې مړ دی نو یې په خپل کور کې قبر راته جوړ کړی و، خو په قبر کې تر ښخیدلو مخکې پوه شول چې ژوندی یم نو اوس له مرګه نه ویریږم ځکه چې یو ځل ورسره مخامخ شوی یم.



