په حلب کې د ایران لوړپوړی پوځي قومندان وژل شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۲۴) زرغون خوږیاڼی

د ایران رسنیو ویلي، چې تیره ورځ د حلب په جګړه کې د ایراني پوځ قومندان حسن اکبري له یو شمیر نورو عسکرو سره یو ځای وژل شوی دی.

ایراني سرچینو ویلي، چې اکبري د حلب ښار په تدمر سیمه کې د یوه پوځي کنډک مشري کوله، چې تیره ورځ له وسله والو لخوا په یوه نښته کې ووژل شو.

ایرنا خبري اژانس په وینا، حسن اکبري سوریې ته د بي بي زینب د قبر ساتلو لپاره لیږل شوی و، چې تیره ورځ د حلب د ازادۍ په جګړه کې ووژل شو.

دوی د نورو عسکرو هویت نه دی په ډاګه کړی.

تیره ورځ د حلب ښار د درنو او سختو جګړو شاهد و، چې روسي او ایراني پوځيان د اسد ملیشو سره یو ځای د سني مسلمانانو پر وړاندې له سختې جګړې وروسته پر دغه ښار قبضه وکړه، چې د ملګرو ملتونو په وینا، وروسته یادې ملیشې او پوځونه د ملکي وګړو په کورونو ورننوتل او څوک یې چې لیدل د ښځو او ماشومان په ګدون یې ټول ووژل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button