لښکرګاه: د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۴) زرغون خوږیاڼی

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د هلمند ولايت لښکرګاه اړوند د بولان په سيمه کې د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېرې ورځې راهيسې سخته جګړه روانه ده چې اوس هم دوام لري.

د سرچينې په وينا په دې جګړه کې دواړو لوريو ته تلفات اوښتي دي.

بل پلو د وسلوالو طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په يوه رالېږل شوي خبرپاڼه کې د يادې جګړې د تائيد تر څنګ ویل شوي، چې د دوی پلويانو په ګډو ځواکونو د ۶ ماينونو انفجارونه ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې جګړه يې د بولان د سپينې کوټې په سيمه کې ترسره کړې ده او ګډو قواوو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

عيني شاهدان وايي، چې دوی وليدل د جګړې ساحې ته د امبولانس چورلکې راغلې، مړي او زخميان يې انتقال کړل.

تر دې دمه چارواکو لا د دې جګړې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button