یون په سپـیـنه لاره

لیکوال: حمـــزه “حسیني”

اي وحشي ځناورو، درنده صفته ظالمانو، تور مخو خنزیرانو! ستاسو دا ظلم، ستم ،وحشت او بربريت به لا تر کوم وخت پورې جاري وي؟ ایا تاسې دا ګمان کوۍ چې ستاسو دا ظلم او وحشت به زمونږ د سپیڅلې لارې د بدلون سبب وګرځي؟

نه هیڅکله نه؛ دا خیالي خوبونه خو بالکل له ذهن څخه وباسئ دا ارمان مو نه مخکې پوره شوی او نه به وروسته پوره شي.

که په ظلم باندې د حق لاره ډب کېدلای نو له تاسې نه خو پخوا هم ډیر ظالمان تېر شوي ایا هغوی دا زرینه لاره بنده کړای شوه؟ له قابل نه تر نن زمانې پورې د حق په مقابل کې ډیر ظالمان را ولاړ شوي خو هیچا هم ددې سپېڅلې لارې مسیر نه دی بدل کړی.

ستاسو په څــېر فرعون، هامان، قارون، جالوت، نمرود، شداد او وغيره نور ډیر ظالمان تل د حق په خلاف دریدلي؛ خو الله جل شانه بیا همدا وحشیان د ذلت او د روسوایي په مرګ مردار کړي او غرق کړي دي او مؤمنان یې ددوی له شره خلاص کړي دي.

موږ له مرګ نه وېره نه لرو ځکه دا دنیا فاني کېدونکې ده، موږ د حقیقي ژوند د پاره دا هر څه په ځان منلي دي، موږ د خپل خوږ پیغمــبر‌ صلي الله علیه وسلم پر لاره روان یوو، چا چې زخمونه او لوږې تندې په ځان منلې وې، موږ د خلیل او زکریا عليهما السلام لمــسیان یوو چا چې د اور لمبـې او په ژوندینې اره کېدل په ځان منلي وو.

موږ تر صدیق اکبر، عمر فاروق، عثمان غني، علي المرتضي، عمار، یاسر، بلال حبشي، خبيب، عاصم، ابو دوجانه، حمزه، حسن او حسین رضوان الله تعالي علیهم اجمــعین نه ښه ځوانان نه یوو، د دین په خاطر مو هر څه بالرأس والعین قبول دي.

ان شآءالله ستاسو دا وحشت به زموږ مورال لا  نور پیاوړی کړي، دښمنــې به مو درسره زیاته کړي او ستاسو په مقابل کې به د (اَشِدّ­َآءُ عَلَي الْــکُفَّارِ) صفت را کې پیدا او راسخ کړي، پخپل منځ کې به مو یو موټی او یو لاس کړي او د (رُحَمَآءُ بَیْنَــهُمْ) په صفت به مو مزین او ښایسته کړي.

خیر که نن ستاسو وار ده دا به زموږ د اعمالو وجه وي؛ خو دا مثال د ارهټ(ارټ) د ډولچو لري، سبا به ان شآءالله بیا زما وار وي او ددې مظلوم ملت حساب به درسره کوم.

په اخر کې له ټولو مســـلمانانو نه که خاص دي او که عام دا هیله او آرزو لرم چې خپلو اعمالو ته مو متوجه شئ او د خپلو ګناهونو د بښلو د پاره کثرة استغفار معمول وګرځوئ، تر څو رب العزت زموږ توبه قبوله کړي او له دې ظالمانو نه مو خــلاص کړي.

اقول قولي  هذا استغفرالله لي ولکم  ولسائر المسلمین امین

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button