د حلب جګړه د ایراني شعیه جنرال تر قوماندې لاندې پیل شوې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) الماس خدرخیل
د سوریې په حلب ښار کې د اوربند په ماتولو سره د ایراني شعیه قومندان سید جواد تر رهبرۍ لاندې جګړه بیا پیل شوې ده.
په داسې حال کې چې په حلب کې د انقلابیانو د مذاکراتو مشر الفاروق ابوبکر ويلي، «له ترکيې او روسيې څخه يې ضمانتونه اخيستي چې څوک به هم د اوربند خلاف عمل نکوي»، خو بل پل ځينې راپورونه خپاره شوي، چې د سوريې په حلب کې شيعه اسدي مليشې د ايراني جنرال (سيد جواد) تر قومندې لاندې د حلب په محاصره شويو وګړو حملې ترسره کوي.
د ترکي رسنیو په وینا، نوموړی قومندان او ورسره شيعه مليشې په دې هڅه کې دي، چې د حملو له لارې «جب الجلبي» او «پل حج» سيمې چې د انقلابيانو تر واک لاندې دي او شاوخوا لس زره کسان پکې بند پاتې دي د جګړو له لارې ونيسي.
تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د ایراني جنرال په مشرۍ شيعه مليشې او اسدي ځواکونه د روسانو په ملتيا په درندو او سپکو وسلو سبمال دي چې په کې ټانګونه او توپونه هم شامل دي، د انقلابيانو سره لا هم په جګړه بوخت دي.
ويل کېږي، تېره شپه له اوربند وروسته د غير نظاميانو لپاره د وتلو لړۍ پيل شوه، خو د جګړې د پېلېدو سره بيا دغه لړۍ تر سبا شپږو بجو پورې ودرېده.
د راپورونو پر بنسټ، يادې حملې هغه وخت رامنځته شوې، چې د انقلابيانو مذاکره کوونکې ډله او د ترکيې او روسيې تر منځ پر اوربند خبرې روانې وې.
په سوریه کې اوس شعیه ملیشې د روسي ځواکونو په ملتیا د پرمختګ په حال کې دي غواړي، چې د جګړې له لارې د سوریې ازادپوځ او انقلابیان ختم کړي او دې ته وخت پاتې نه شي چې انقلابیان دې له ښاره ووځي.



