هرات: ۱۹ انسان تښتونکي د عدلي او قضايي ادارو له لوري په اعدام محکوم شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) الماس خدرخیل
د هرات ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت امنیتي ادارو ۷۶ تنه انسان تښتونکي نيولي چې له ډلې يې ۱۹ تنه په اعدام محکوم کړي دي.
د هرات والي محمد اصف رحيمي تېره ورځ رسنيو ته وويل، چې يادو کسانو د پنځو ډلو په نظم کې خپل فعاليت کولو.
د هغه په وينا د اتو مياشتو په موده کې دې ډلو ۳۴ کسان تښتولي چې يو ایرانی او يو افغان وګړی له دوی سره دی.
هغه زياته کړه، چې دوه ډلو د هرات ښار په داخل او نورو يې د کوهسان ولسوالۍ کې خپل فعاليت مخته وړلو.
د هرات والي وايي، چې د ۷۶ نيول شويو کسانو څخه يې ۱۹ تنه د عدلي او قضايي ادارو له لوري په اعدام محکوم شول او د پاتې نورو دوسيې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
ويل کېږي، چې د انسان تښتونې په ځينو پېښو کې د دولتي چارواکو لاس او د دوی همکاري هم شته.
تر دې وړاندې هم ځينې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ماشومان د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوي، چې تر څېړنو وروسته معلومه شوې، چې پکې د امنيتي کارمندانو تر څنګ يو شمير زورواکي هم تورن شوي دي.



