کندوز: يوه پوليس د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه نور پوليس وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل
د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې يوه سيمه ييز پوليس خپل پنځه پوليس ملګري په ډزو سره وژلي دي.
د کندوز د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي رسنيو ته وويل، چې پېښه د جمعې په سهار مهال د خان اباد ولسوالۍ په شاتوت سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې يوه تن پوليس د پوستې د قومندان جبار په ګډون پنځه تنه نور پوليس ووژل او خپله له سيمې تښتېدلی دی.
د پېښې په تړاو د خان اباد ولسوال بيا وايي، د زور واکو پورې اړوند يوه ناقانونه وسلوال سهار مهال خپل پنځه ملګري ووژل او له سيمې تښتېدلی دی.
بل پلو وسلوالو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بريد د دوی د پلويانو له لوري د ځانګړي تکتيک له مخې په ياده پوسته ترسره شوی دی.
طالبان وايي، چې په بريد کې يې د قومندان جبار په ګډون پنځه تنه سيمه ييز اربکيان وژلي او له پوستې يې د اسلحو په شمول يو شمير نظامي توکي هم له ځان سره وړي دي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په دولتي ليکو کې د طالبانو بانفوسو کسانو په خارجي او داخلي چارواکو باندې وسلوال بريدونه ترسره کړي دي، چې مسؤليت يې وسلوالو طالبانو په خپله غاړه اخيستی دی.



