سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان: امريکايان دې اشغال پای ته ورسوي، کنه د روسانو له برخليک سره مخکېدونکي دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 26, 2016
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
16
ځلې شریک شوی
196
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل

نن د جدي یا مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل اووه دېرشمه کلیزه ده.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

په همدې اساس وسله والو طالبانو د جدي د شپږمې په مناسبت له يرغلګرو امريکايانو په يوه ځانګړې اعلاميه کې غوښتنه کړې، چې امريکايان دې د افغانستان اشغال پرېږدي که نه د روسانو په څېر برخليک سره به مخ شي.

د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه نېټه د پخواني شوروي سرو پوځونو د حفیظ الله امین رژیم نسکور کړ او د ببرک کارمل په مشرۍ نوی حکومت یې واک ته ورساوه.

امین او کارمل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر امین تور ولګول شو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې اجنټ دی.

د جدي له شپږمې څخه هرکال په افغانستان کې د یوې تورې ورځې په نوم یادونه کېږي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې اعلاميه کې ويلي: ” د جدي په شپږمه د شوروي یرغل د پیل د ورځې د رارسیدو په مناسبت موږ لکه څنګه چې د شوروي یرغلګرو کرغیړن او ظالمانه یرغل غندو د افغانستان اوسنیو یرغلګرو امریکایانو اود هغوی ملګرو ته هم ورپه زړه کوو چې د شورویانو له انجام څخه عبرت واخلي، لکه څرنګه چې شوروي ځواکونه له خپل زر او زور سره د دې ولس په وړاندې ګونډه شول، امریکایان به هم ورته برخلیک لري، د اضافي زور ازمویلو او یرغل اوږدولو پر ځای دې د خپل ظالمانه اشغال په پای ته رسولو هرڅه ژر فکر وکړي او افغان اولس دې پریږدي چې په صلح او امنیت کې په ژوند کولو سره د دیرش کلنې جګړې څخه ورپیښ زخمونه پټۍ کړي”.

د ارزښت له مخې د اسلامي امارت اعلاميه لاندې کټ مټ نشروو:

د جدي په شپږمه د شوروي یرغل په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه

له اوس نه ۳۷ کاله مخکې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي د میاشتې په شپږمه دوخت شوروي اتحاد زموږ په ګران هیواد افغانستان پوځي یرغل وکړ.

د کمونیستي نړیوال طاغوت لخوا زموږ په غریب او بیچاره اولس پوځي یرغل زموږ مؤمن هیوادوال له سخت ازمون سره مخامخ کړل. که یې خپل ضعف او ددښمن قوت ته په نظر کولو سره د کمونیستي کفر په وړاندې تسلیمي غوره کوله نو اسلامي عقیده، دیني ارزښتونه او افغاني ثقافت یې له منځه تلل او راتلونکي نسلونه یې د نورو کمونیست ځپلو مسلمانو اولسونو په شان د مطلقې ګمراهۍ او له دین څخه د پردیتوب له خطر سره مخامخ کیدل او که د زورور غلیم په مقابل کې یې په تش لاس مقابله کولای نو باید درنو تلفاتو، مصیبتونو، هجرتونو او زیانونو ته یې تن ایښی وای.

 خو زموږ مؤمن اولس د خپل دین او عقیدې د ساتلو په موخه د شوروي زبرځواک په خلاف مسلح مقدس جهاد پیل کړ تردې چې د څوارلس کلن جهاد او درنو قربانیو په برکت یې کمونیستي کفر ته شکست ورکړ او خپل هیواد او ټوله نړۍ یې له دې هلاکوونکي طاعون څخه په امن کړه.

نن سبا ځینې منحرف او ظاهربین خلک د شوروي په خلاف د افغانانو جهاد یوه بې ګټې او زیانباره جګړه بولي؛ خو دوی دې ته فکر نه کوي چې که افغان اولس د کمونیستي دهریت د هر اړخیز یرغل په وړاندې تسلیمي اختیار کړې وای او د هغوی کفري افکار او عقاید یې منلې وای نن سبا به یې حال څه ډول وای؟ معلومه خبره ده چې نن به دې اولس ته د اسلام په نوم کومه صحیح عقیده او عمل نه وای ورپاته بلکې دنورو کمونیزم ځپلو مسلمانانو په شان به د عقیدې، سیاست، تعلیم، فرهنګ، اقتصاد او د ژوند په ټولو اړخونو کې له اسلام څخه منحرف او له خپل ماضي څخه پردي شوي وای.

خو لله الحمد چې زموږ اولس دنیوي مشقات، ستړیاوې او قربانۍ ومنلې اما له اخروي او تلپاتې هلاکت څخه یې ځان او خپل راتلونکي نسلونه وساتل.

د جدي په شپږمه د شوروي یرغل د پیل د ورځې د رارسیدو په مناسبت موږ لکه څنګه چې د شوروي یرغلګرو کرغیړن او ظالمانه یرغل غندو د افغانستان اوسنیو یرغلګرو امریکایانو اود هغوی ملګرو ته هم ورپه زړه کوو چې د شورویانو له انجام څخه عبرت واخلي، لکه څرنګه چې شوروي ځواکونه له خپل زر او زور سره د دې ولس په وړاندې ګونډه شول، امریکایان به هم ورته برخلیک لري، د اضافي زور ازمویلو او یرغل اوږدولو پر ځای دې د خپل ظالمانه اشغال په پای ته رسولو هرڅه ژر فکر وکړي او افغان اولس دې پریږدي چې په صلح او امنیت کې په ژوند کولو سره د دیرش کلنې جګړې څخه ورپیښ زخمونه پټۍ کړي.

د افغانستان اسلامي‌امارت

۱۴۳۸/۳/۲۶ هـ ق

۱۳۹۵/۱۰/۶هـ ش ــ 2016/12/26م

لوی ټکي: جدي شپږمهطالبانیرغلګر امریکایان
مخکینې مطلب

نن د جدي شپږمه په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل اووه دېرشمه کليزه ده

بل مطلب

د دوستم دفتر: لوېديځوال او غلام ارګوال دې واوري که مونږ نه يو تاسو به هم نه ياست

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com