(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل
د ولمسشر د لومړي مرستيال د دفتر رئيس بابر فرهمند د جنرال دوستم په رسمي فسبوک پاڼه ليکلي: ” د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال چوکۍ د اجرايي ریاست په شان د امریکا، لوېدیځو هېوادونو او ارګوالو تحفه نه ده چې هر وخت یې زړه وي چا ته یې ورکړي او یا یې هم بېرته ورڅخه واخلي”.
دغه څرګندونې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ته په ځوابيه بڼه ليکل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دا مبالغه نه ده، بلکې حقیقت دی چې باید امریکا او لوېدیځ هېوادونه او غلام ارګوال یې ومني، که موږ نه یوو تاسو به هم نه یاست.
ددوی په وینا، د ستر ملت حذف او د ملت حذف د افغانستان د حکومت حذف وي.
په ورته وخت کې يوه باوري سرچينې وايي، چې جنرال دوستم او پلويان يې په دې هڅه کې دي، چې په شمال کې د ازبکو يوه جرګه جوړه کړي ترڅو د اشرف غني د حکومت د ملاتړ يا نه ملاتړ کولو په اړه پرېکړه وکړي.
تر دې مخکې په دوستم باندې تور پورې شوی و، چې نوموړي احمد ايشچي باندې د جنسي زورونې کوښښ کړی او په شمال کې د يو شمير خلکو د زورولو تر څنګ د اکبربای په قضيه کې هم تورن شوی دی.


















