(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دیوان بیګي سیمه کې د ملي اردو یو ډګروال د ناڅرګندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د سیمې عیني شاهدانو کابل ټکی کام ته وویل، چې ناڅرګندو وسله والو د کابل پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دیوان بیګي سیمه کې د ملي اردو په ډګروال «عارف صدیفي» باندې وسله وال برید وکړ، چې په پایله کې عارف صدیقي ځای پر ځای ووژل شو.
د سیمې اوسیدونکو په وینا، وسله وال له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي، اوس سیمې ته د ملي اردو ځواکونه رسیدلي او دغلته یې د وسله والو په اړه پلټنې پیل کړي دي.
بلخوا طالب ویندوی قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته وویل، چې یاد برید ددوی د ملګرو لخوا ترسره شوی دی. طالب ویندوی وايي، چې له څو ورځو راهیسې یې په دیوان بیګي سیمه کې ډګر وال عارف تر څارنې لاندې نیولی و، چې باالاخره نن سهار تر مرګوني برید لاندې راغی او ځای پر ځای ووژل شو.
احمدي وویل، چې ددوی ملګري خپلو خوندي سیمو ته ستانه شوي دي.
دولتي رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


















