ترکیې په کندهار کې د ویزې ورکولو مرکز پرانیست

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۷) زرغون خوږیاڼی
په کابل کې د ترکیې سفیر نن کندهار ښار ته ولاړ او دغلته یې د ترکيې هیواد د ویزو ورکولو یو مرکز پرانیست.
د ترکې سفیر علي سید اکین د ویزې د دفتر په پرانسته کې وویل، چې ددې مرکز په پرانیستې سره د کندهار ولایت او د سویل زون اوسیدونکي کولی شي په اسانۍ سره د ترکیې د سیاحت، درملنې، کار کسب، تحصیلي او تجارتي ویزې ترلاسه کړي.
سیداکین د افغان ـ ترک اړیکو په اړه وویل، چې د غازي امان الله له وخته ترکیه او افغانستان سره نږدې دوست هیوادونه پاتې شوي دي او په راتلونکي کې هم د دواړو هیوادونو ولسونه د ښو اړیکو جوړولو غوښتونکي دي.
کندهار ولایت چارواکو د ترکیې له خوا د ویزې ورکولو د یاد مرکز د پرانیستنې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښې او اسانه سوداګرۍ لپاره ګټور ګام وبللو.
د کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې د ترکیې او افغانستان اړیکې ډیرې پخوانۍ دي او دغه اړیکې به نور هم پراختیا ومومي.
غزیري هیله څرګنده کړه، چې د دې څانګې په پرانیستې سره به د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي او سیاسي اړیکي لا پراخه شي.
په غونډه کې یو شمیر سوداګرو هم ګډون کړی و، دوی له ترکیې هیواد څخه غوښتنه وکړه د کرنې د ودې په برخه کې له افغان کروندګرو او باغ لرونکو سره د خپلو تجربو په شریکولو او د هغوی په روزلو کې مرسته وکړي.
همدارنګه ملي سوداګر او پانګه وال محمود کرزي له ترکيې وغوښتل چې په کندهار کې دې د یوه مجهز او پرمختللي روغتون پر جوړولو پانګونه وکړي، څو افغانان اړ نه شي د درملنې لپاره بهر ته سفر وکړي.



