ګارډين: CIA په تخار کې شخصي بدنامو ملیشو ته پیسې ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی
امریکايي ورځپاڼې ګارډين په یوه خبر کې ویلي، چې د امریکا استخباراتي ادارې( CAI) د افغانستان په تخار ولایت کې بدنامو شخصي ملیشو ته پیسې ورکړي دي.
د ورځپاڼې په وینا، سي آی ای د افغانستان د ملي امنیت په لاس د تخار له هغو ملېشو له قومندانانو سره مالي مرسته کوي، چې په سیمه کې شخصي زندانونه لري او په لویه کچه یې د بشري حقونو څخه پر سرغړونې لاس پورې کوي.
ویسا د ګارډين په حواله لیکلي، چې د غرب مرسته شوې پیسې د افغانستان د ملي امنیت ریاست له لوري د خپلسریو وسله والو ملېشو بدنامو قوماندانانو ته ورکول کېږي، چې هغوی بیا په سیمه کې ملکي وګړي په شخصي زندانونو کې اچوي او د پیسو اخیستلو لپاره تعذیبونه اوشکنجې ورکوي.
د سرچینې په وینا، یادې وسله والې ملېشې او د هغوی قوماندانان په سیمه کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هم د افغانستان نازک امنیت ته ګواښ پېښوي.
د ګارډين په راپور کې ویل شوي، چې د تخار د دغو بدنامو ملیشو یو قومندان «پیرام قل» نومیږي، چې د امریکا له لوري د ملي امنیت په لاس پيسې ترلاسه کوي.
په خبر کې ویل شوي، چې پیرام قل په سیمه کې ۵۰۰ تنه وسله والې ملیشې لري چې امریکا د دې ملیشو د وسله وال کولو لپاره ۸۵ زره ډالر ورکړي او په همدې پیسو یې په سیمه کې یو شخصي زندان جوړ کړی.
په یاد شخصي زندان کې د سیمې عام خلک د پیسو لپاره بندیان کوي او بیا ترې د تعذیبونو او شکنجو په زور پیسې اخلي.
د ولسي جرګې غړی میربت خان منګل هم په هیواد کې دغه ډول پيښې تائیدوي او په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
تر وړاندې د جوزجان ولایت د سرتاسري شورا غړیو په کابل له دویم مرستیال عبدالرشید دوستمه شکایت کړی و، چې رشید دوستم په جوزجان ولایت کې د شخصي زندان په جوړولو سره له ډيرې مودې راهیسې ملکي او بې ګناه افغانان نیسي او د «حویلې پنجصد» په نوم په دغه شخصي زندان کې یې ساتي او شکنجه کوي یې.
په نړیوالو مطبوعاتو کې په ځلونو کرت ویل شوي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې شخصي زندانونه لري او دغلته پکې ملکي افغانان په بیلابیلو جرمونوتورنوي او شکنجه کوي يې، څه وخت مخکې هم د ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې امریکايي ځواکونه په شخصي زندانونو کې عام افغان شکنجه کړي او ان په دغو زندانونو کې ځینو افغانانو د شحکنجو له امله ساه ورکړې ده.



