کابل کې د ولسي جرګې پر يوه غړي چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) الماس خدرخیل
څو شيبې وړاندې په کابل کې د ولسي جرګې پر غړي “فکوري بهشتي” پر موټر زوروه چاودنه ترسره شوې ده.
چاودنه د کابل شپږمې امنيتي حوزې مربوطه سيمه کې د د شیعه ګانو الزهرا امام بارګاه ته نیژدې شوې او لومړني معلومات ښيي چې هدف به یې د ولسي جرګې غړی “فکوري بهشتي” وي.
ځينې راپورونه وايي، چې دا چاودنه نه بلکې يو سرتيری بريد و، چې د نوموړي پر موټر ترسره شوی دی.
يوې امنيتي سرچينې ازادۍ راډيو ته ويلي، چې په چاودنه کې ۵ يا ۴ تنه وژل شوي دي.
تر دې دمه خپله د بهشتي يا د هغه د ځوی په اړه کره معلومات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.
د نوموړي بريد مسؤليت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی، خو په پلازمېنه کابل او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وسلوال طالبان په دولتي کسانو چاودنې او بريدونه ترسره کوي.



